ماین پاکۍ ملي ستراتیژۍ (2021 – 2016) د 1 او 2 اهدافو پر اساس: د نورو برخو سره د ښکیلتیا او د پرمختیایي اسانتياوو برابرول، د ماین پاکي چارو د انسجام او همغږۍ ریاست په ماینونو او ناچاوده توکو د پوهاوي څانګې په لویه جرګه کې د کرنې او مالداری وزارت د اوبو رسولو پروژې 300 کارمندانو ته د لوی جرګی په خیمه کی په ماینونو او ناچاوده توکو د پوهاوي تریننګ ورکړ. ماین پاکي د پرمختیايي پروژو لپاره لومړنی او اساسي شرط ګڼل کیږي چی  پرته لدې د پروژو پلي کول ستونزمن او ځینې وختونه حتی ناممکن وي.

یاد روزل شوي کارمندان به د ساحوي کارمندانو ته په ماینونو او ناچاوده توکو د پوهاوي ورکړي او د یادی پروژې ۴۵۰۰۰ کارګران به د ماینونو او ناچاوده توکو په خطرونو پوه شي.

دا ډول همکارۍ د ټولو پراختیایی پروژو پلي کولو لپاره لازمي دي؛ ځکه چې پاتې ماینونه او مهمات لاهم د افغانانو ژوند ګواښي.