د افغانستان د ماین پاکي پروګرام (MAPA) په نړیواله کچه د ماین پاکی له سترو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي. MAPA په نړۍ کې د بشردوستانه (غیر نظامي) ماین پاکی لومړنی پروګرام دی او د ماین پاکی ټولې برخې [حق غوښتنه، ماینونو پاکونه، د ماینونو د ډيپوګانو له منځه وړل، د ماین د خطرونو په اړه پوهاوی (MRE) او د ماین د چاودنو له قربانیانو سره مرسته (VA)] لري. MAPA ۶۳۹۸ افغان کارکوونکي لري او د ماین پاکی له ۴۹ زیاتو موسسو سره کار کوي. دا همکاران چې خصوصي سکتور او د غیرانتفاعي ملي سکتور فعالین پکې شامل دي، د ماین پاکی  بېلابېل خدمات وړاندې کوي. دا خدمات عبارت دي له: د لاسي ماینونو پاکول، د ماشین په وسیله د ماینونو پاکول، د روزل شویو سپیانو په وسیله د ماینونو تشخیص، د مهماتو د خنثی کولو تکنالوژي (EOD)، سروې، MRE، د VA فعالیتونه او د معلوماتو راټولول.

 

د MAPA فعالیتونه د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي د ملي ادارې اړوند، د ماین پاکی  چارو د انسجام او همغږۍ د ریاست له لوري همغږي او څارل کېږي.