ښاغلی محمد شفیق یوسفی، رئیس

د ماین پاکي چارو د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC)

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره 

ښاغلی محمد شریف یوسفي په ۱۹۷۳ ز کال کې زیږېدلی، لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د مزارشریف ښار په باختر عالي لېسه کې په ۱۹۸۹ ز کال بشپړې کړې او وروسته یې خپل د لېسانس سند د بلخ پوهنتون د سیول او صنایعو انجنیرۍ له پوهنځۍ څخه ترلاسه کړ.

ښاغلي یوسفي په عملیاتي او رهبرۍ څانګو کې د ماین پاکی  څو روزنیز کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي. هغه په 1997 ز کال، تر فراغت وروسته، په ​​بیلابیلو ساختماني او انجنیرۍ ادارو کې د ساحوي انجنیر په توګه کار وکړ. نوموړي په 1997 ز کال، د ماین پاکی  په یوه سیمه ییزه موسسه (د افغانستان تخنیکي مشاورین – ATC) کې د عملیاتي آمر په توګه دنده ترسره کړه. وروسته، ښاغلي یوسفي په 2002 ز کال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکی  مرکز (UNMACA) اړوند د مزارشریف په دفتر کې د عملیاتي مرستیال په توګه دنده پیل کړه. په ​​2005 ز کال یې ارتقا وکړه او د هرات ساحوي دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکی  مرکز (UNMAC) د ساحوي رییس په توګه وګمارل شو. ورپسې ښاغلي یوسفي په 2007 ز کال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکی  په مرکزي دفتر کې د ملي عملیاتو د جګ پوړي مشر په توګه وټاکل شو. هغه په 2012 ز کال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکی  پروګرام د پروژې د دوران د مدیر او د څانګې د رییس په توګه خپلو دندو ته ادامه ورکړه. وروسته، ښاغلی یوسفي د ماین پاکی  د چارو د انسجام او همغږۍ ریاست د ریس په توګه وګمارل شو. د ماین پاکی  د چارو د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC) د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې یو ریاست دی چې په ټول هېواد کې د ماین پاکی  د چارو د همغږۍ او څارنې مسوولیت لري.

ښاغلی یوسفي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو خبرې کوي.