د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي اداره (ANDMA)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست (DDP) چې نن ورځ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي د ملي ادارې په نوم پېژندل کېږي، د ۱۹۷۳ زیږدیز کال د فبرورۍ په شپږمه چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د سلواغې له ۲۷ مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د جمهوري ریاست د ۵۶ مې ګڼې فرمان له مخې رامنځته شوه.

افغانستان په ۲۰۰۳ زیږدیز کال، د پالیسۍ یو شمېر مهم اسناد لکه: د طبیعي پېښو د مدیریت چوکاټ، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي او د طبیعي پېښو د مدیریت ملي پلان، تدوین کړل. د طبیعي پېښو د مدیریت کمیسیون (NDMC) د جمهور ریس په مشرۍ جوړ شو. اوس مهال، یاد کمیسیون یو بین الوزارتي بورډ دی چې ریاست یې د افغانستان اسلامي جمهوریت لمړی معاونیت په غاړه لري. ANDMA یې د دارالانشا او د NDMC د اجرایوي برخې په توګه فعالیت کوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره (ANDMA) په ملي کچه یو اصلي بنسټ دی. د دې ادارې دنده دا ده چې د طبیعي پېښو مدیریت پورې اړوند ټول اړخونه او د ماین پاکی  په ګډون بشردوستانه چارې مدیریت او سره همغږې کړي.

ANDMA یوه ملي اداره ده او په خپل تشکیل کې اووه ریاستونه لري. یاد ریاستونه عبارت دي له: د پلان او پالیسۍ ریاست، د ماین پاکی  د چارو د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC)، د بیړنیو عملیاتو ریاست، اداري او مالي ریاست، د ګواښونو د کچې راټیټولو ریاست، د نړیوالو اړیکو ریاست او د بشري سرچینو ریاست. دا اداره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي ریاستونه لري. د (DMAC) ادارې ولایتي ریسان په ولایتونو کې د سکرتریت او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي د ولایتي کمیسیونونو (PDMC) د عملياتي مټو په توګه عمل کوي. PDMC د والي له خوا رهبري کېږي.

ANDMA اوس مهال، ۳۸۳ کارکوونکي لري. د ریاستونو ظرفیت یې له یو ولایت تر بل ولایت، د کارکوونکو د موجودیت، د عملیاتي سرچینو د کچې، امنیت، د ولایتونو جغرافیايي موقعیت او نورو څو اړخیزو عواملو له مخې متفاوت دی.