دماین پاکي چارو د همغږۍ او انسجام ریاست

د ماین پاکي چارو د انسجام او همغږۍ ریاست (DMAC) په افغانستان کې د ماین پاکی پروګرام (MAPA) لپاره، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې (ANDMA) اړوند یو تقنیني بنسټ دی. DMAC په کابل کې د خپل مرکزي دفتر او اوو سیمه ییزو دفترونو له لارې، د ماین پاکی د فعالیتونو مدیریت، همغږي او څارنه کوي، چې دا فعالیتونه د ملي نادولتي بنسټونو او سوداګریزو شرکتونو له لارې پلي کېږي. ماین پاکي پنځه اصول لري: ماین پاکي (سروې، نخچه کشي، تشخیص او پاکونه)، د ماین د خطرونو په اړه پوهاوی، د ډيپوګانو له منځه وړل، د ماین د چاودنو له قربانیانو سره مرسته او حق غوښتنه.

نړیوال تمویلوونکي له DMAC څخه ملاتړ کوي.