نن د ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې په ۲۹ مه چی د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر میاشت د ۲۰ سره سمون خوري، د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د مرسته کونکو کلنی ورکشاپ د ولسمشرۍ ګلخانی ماڼی کې ترسره شو. یاده غونډه د پیښو ته د رسیدو په چارو کی د دولت وزیر ښاغلی غلام بهاوالدین جیلاني او په کابل کې د آلمان د فدرالي جمهوریت سفیر اکسیل زیدلر په کوربه توب د ګلخانی ماڼی د غونډو په تالار کی په حضوري او آنلاین بڼه ترسره شوه. د افغانستان د ماین پاکي پروګرام د تمویل کونکو هیوادونو یو شمیر سفیران (د آلمان فدرالي جمهوریت سفیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ، په کابل کی د فنلند هیواد سفیر، د انګلستان د خارجه وزارت د پرمختیا او نړیوالې پراختیا د بخش (DFID) رییس، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت مرستیال، په کابل کې د جاپان سفارت نماینده، په کابل کې د کاناډا د سفارت نماینده او د ملي او نړیوالو سازمانونو ځینو استازو برخه اخیستې وه او خپل نظریات او افغانستان د ماین پاکۍ برنامې د حمایت دوام لپاره یې د خپلو هیوادونو او سازمانونو په استازیتوب ژمنې څرګندې کړئ.

غونډه پیښو ته د رسیدو په چارو کی د دولت وزیر ښاغلی غلام بهاوالدین جیلاني په وینا سره پیل شوه. نموړي په خپلو خبرو کی د افغانستان د ماین پاکي پروګرام څخه د تمویل کونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او ځینې لاسته راوړنو او ننګونو ته یې هم اشاره وکړه. پیښو ته د رسیدو په چارو کی د دولت وزیر په داسې حال کې چې د افغانستان د ماین پاکي پروګرام لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملاتړ باندې ټینګار وکړ، د افغانستان د ماین پاکي پروګرام له مرسته کونکو څخه وغوښتل چې د دې حیاتي پروګرام لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو ژر تر ژره له ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه د پاک افغانستان شاهدان واوسو.

پیښو ته د رسیدو په چارو کی د دولت وزیر د وینا په تعقیب په کابل کې د آلمان د فدرالي جمهوریت سفیر ښاغلي اکسیل زیدلر د افغانستان د ماین پاکي پروګرام د فعالیتونو هرکلی تر څنګ د افغانستان د د ماین پاکي پروګرام څخه د آلمان هیواد د دوامداره مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د نورو مرسته کونکو هیوادونو څخه یی هم غوښتنه وکړه تر څو د یادی حیاتي برنامې ملاتړ ته دوام ورکړي.

ورپسې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ښاغلي رمز الکبروف وینا وکړه. ښاغلي الکبروف د افغانستان د ماین پاکي پروګرام په افغانستان کې یو له خورا حیاتي پروګرام څخه وباله. هغه په ​​خپلو ویناو کې وویل چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام داسی پروګرام ده چې د ماینونو په پاکولو سره کوم چې د انساني ژوند لپاره یو له ترټولو لوی خطر دی، د افغان ماشومانو شونډو ته موسکا راوړي. ښاغلي الکبروف د ملګرو ملتونو په استازیتوب د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

وروسته، د انګلستان د خارجه وزارت د پرمختیا او نړیوالې پراختیا د بخش (DFID) رییس، په کابل کې  د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت مرستیال او په کابل کې د جاپان سفارت سلاکار چی په انلاین بڼه یی اشتراک کړی وه ویناوې وکړې او افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدارنګه د غونډی په جریان کی د ماین پاکي چارو انسجام او همغږۍ ریاست د فعالیتونو په اړه درې دقیقه یی فلم نمایش ته وړاندې شو چې ماین پاکي چارو انسجام او همغږۍ ریاست د رییس ښاغلي محمد شفیق یوسفي لخوا د افغانستان د ماین پاکي پروګرام د فعالیتونو په هکله پریزنټیشن وړاندې کولو سره تعقیب شو.

د هالوټرسټ خیریه ماین پاکی موسسې رییس ښاغلي ډاکټر فرید همایون ، د زوم برنامې له لارې د ماین پاکي خیریه موسسو په استازیتوب خبرې وکړې او د ننګونو په اړه چې ماین پاکۍ موسسې ګواښوي خبری وکړی چی امنیت او بودیجې کمښت د ننګونو پّ سر کی شتون درلود.

غونډه د پیښو ته د رسیدو په چارو کی د دولت وزیر ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني او په کابل کې د آلمان فدرالي جمهوریت سفیر ښاغلي اکسیل زیدلر لخوا د غونډی د موضوعاتو په لنډیز سره پای ته ورسیده. د کنفرانس ټولو برخه والو ژمنه وکړه چې په کنفرانس کې راپورته شوې مسلې تعقیبوي او د دوی ژمنې ته ریښتیني وي.

د یو چتر لاندې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام ټولو مرستندویانو راټولول او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام څخه د دوی ملاتړ څرګندول د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام لپاره لوی لاسته راوړنه ده. موږ امید لرو چې د داسې برنامو او کنفرانسونو په وړاندې کولو سره به وکولی شو چې د امکان تر حده د ډیری مرسته کونکو پام دې حیاتي پروګرام ته راجلب کړو او دا چې موږ به ډیر ژر د ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاک افغانستان ووینو.