د یو اونۍ څخه په کمه موده کې، په کندهار ولایت کی د سرک غاړی ماینونو په یو سلسله چاودنو کې لږ تر لږه ۴۲ ملکیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل او ۱۲ نور ټپیان شول.

نن سهار، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سرک غاړی ماین چاودنې په صورت کی د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

په تیره یوه اونۍ کی د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د یو سلسله ورته پیښو په نتیجه کی ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.

د ځایی سرچینو په وینا د ولایت ډیری سیمه ایز سړکونه چې په پرله پسې ډول د ملکي وګړو لخوا کارول کیږي، د سړک د غاړې ماینونو پکی ځای پر ځای شوي.

د لاس پوسیله جوړ شوي ماینونه چی د مخالفینو لخوا کارول کیږي اکثرا د ملکي تلفاتو لامل کیږي او د سولې روانو هڅو باندې تاثیر کوي.