پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن له غرمې مخکې (وری په ۱۵ مه) د ماین پاکي په چارو کې د مرستې او د ماینونو په خطرونو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وویل: د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د مرسته کونکو هیوادونو په همکارۍ، د۳۲۰۰ کیلو متره مربع شاوخوا کی ځمکه له ماینونو او ناچاودیدونکو توکو څخه پاکه کړی ده، خو لاهم شاوخوا ۱۶۰۰ کیلو متره په ماینونو او د جګړو څخه راپاتی چاودیدونکو توکو باندی ککړه ساحه پاتې ده.

دغه غونډه، چې په حضوري او آنلاین بڼه جوړه شوې وه، د مرستندویه هیوادونو لوړ پوړه استازو پکی برخه اخیستې وه او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي جیلاني څرګنده کړه چې د ماینونو پاکول د هیواد پرمختګ او بیا رغونې لپاره لاره هواروي.

بیا ، محمد شفیق یوسفي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکي چارو د انسجام او همغږی ریس وویل: ۳۲۰۰ کلیو متره مربع په ماینونو او چاودیدونکو ککړه ځمکه پاکه شوې چی شاوخوا۲۰ میلونه ماینونه او ناچاوده توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

ښاغلی یوسفي زیاته کړه، په ۲۰۲۰ میلادی کال کی ۱۵۸۰ تنه ملکي وګړي د ماینونو، ناچاوده توکو او د لاس په وسیله د جوړ شوي ماینونو د حادثو له امله مړه او ټپیان شوي دي او افغانستان لاهم د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو مشرې، فیونا فریزر د ماینونو د خطرونو د پوهاوي پروګرامونو دوام ته په اړتیا درلودلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: په ۲۰۲۰ میلادی کال کی د ۸۰ سلنه شاوخوا کی د ماینونو قربانیان ماشومان وو.

وروسته ښاغلي مک کاري، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفیر معاون، او ښاغلي انډي مکوبري، د انګلستان د خارجه وزارت د پرمختیا او نړیوالې پراختیا د بخش ریس، چی په آنلاین بڼه  یی ګډون کړی وه، خبرې وکړې او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام څخه د ملاتړ دوام ژمنې یی وکړئ.

د برنامې په پای کې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وزیر دستانلیک په توضیح کولو سره د ماین پاکانو د کارونو څخه ستاینه وکړه.